سیاست

تبصره

کابل باختر دوږي  ديارلسمه :
دطالبانو په ډله کې دحقاني دشبکې دمشر جلال الدين حقاني دمړينې  د خبر اعلام يو استخباراتي هڅه ده چې په هغې کې  ټاکلې موخې اومقصدونه نغښتې دي .
دباختراژانس مفسر ليکي :په دې وروستيو وختو کې ذبيح الله مجاهد چې ځان دطالبانو وياند بولي اعلام کړى دى چې ددغې ډلې دمشرتابه يو غړى جلال الدين حقاني دهغې ناروغى له امله  چې ورپيښه شوې وه مړ شوى دى .
دذبيح الله  مجاهد په خبره جلال الدين حقاني کابو اووه کاله  له مغزي سکتې سره مخامخ و  او اته کاله يې دناروغۍ  په بستر کې تيرکړل او په پاى کر مړ شو او جنازه يې دافغانستان په دننه کې  خاورو ته سپارل شوې ده .
دا څويم ځل دى چې دجلال الدين حقاني دمړينې  خبر په يو وخت دمولوي خالص داسلامي ګوند يو څلورم  مخکښ  قوماندان  و ، رسانه يي کېږي کابو څلور کاله مخکې  هم دحقاني دمړينې خبر خپور شو خو دهغه کورنى هغه رد کړ
دجلال الدين حقاني دمړينې دخبراعلام ، دطالبانو دډلې دمشر ملا عمر دمړينې څرنګوالى په ذهنونو کې تداعي کوي دملا عمر دمړينې خبرهم دهغه له مړينې  څخه دوه کاله وروسته خپور شو
سره له دې چې طالبان په يو ډول بيانوي  چې ګنې دجلال الدين حقاني مړينه په څو وروستيو ورځو کې شوې ده خو باورونه په دې دي چې دى دوه کاله مخکې مړ شوى و خو دهغه دمړينې خبر څوکاله وروسته اعلاميږي  دحقاني دمړينې دخبر خپريدل  دملاعمر  دمړينې دخبردخپريدو په شان دطالبانو دډلې کار نه دى بلکې دهغو استخباراتي شبکو او سازمانونو کار دى چې په طالبانوواکمني لري .
دغه سازمانونه غواړي چې ددغې روحيې په دليل  دطالبانو ليکې کمزورې شي ددغې ډلې  مينه وال کم شي دسرتيرو دجلب اوجذب بهير ګډوډ نه شي  جګړه ځپلې هېواد په خپلوپښو ونه دريږي او په پاى کې درهبرى  او ځاى  ناستې پرسر ستونزه رامنځته نه  شي دطالبانو دپيژندل شويو څيرو مړينه يې پټه ساتلې ده .
دحقاني شبکه چې دجلال الدين حقاني له خوا دطالبانو دډلې  په دننه کې جوړه شوې ده دغه شبکه  دطالبانو  ډيره ځواکمنه شبکه اوسمباله برخه ده چې د ډيرو دردونکو او خونړيو جنايتونوعامل دى هغه شبکه  چې له اي اس اي سره نږدې اړيکې لري او امريکايانو دحقاني شبکه ددغې ډلې پياوړي مټ بللى دى .
نو دجلال الدين حقاني نوم او دريځ داي اس اي لپاره زيات ارزښت درلود او دهغه دمړينې  دخبر اعلام کولاى شول ددغه دوزخي  سازمان لپاره ستونزه پيداکړي .
ښايي اي اس اي دملا عمر دمړينې او اوس دجلال الدين حقاني دمړينې  په پټولو سره خپلو موخو ته رسيدلي وي او خپل پلانونه يې عملي کړي وي خو واقعيت  دادى چې پټونې او ټګۍ اوبرګى نور اغيزمنې  نه دي او نړۍ په دې پوهيږي  چې بنسټپالنې  دالقاعده ، طالب  او داعش په شتون کې دپاکستان داستخباراتي  سازمانونو په ادارې او مديريت وده کړې ده او دنړيوالو پرخلاف ديوه باالقوه تشديد  په توګه څرګنده شوې ده .
ددغو ډلو او پديدو پرخلاف  دمبارزې په کار کې بنستپالنې  مطرحې څيرې نه دي بلکې دسوله غوښتونکو نړيوالو اراده او ځواکمني ده  چې ددغو ډلو او دهغوى دملاتړو کار يوطرفه کوي .
  ختم_ ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته