امنیت

په هلمند کې دځانمرګي بريد له امله ١٣ تنه شهيدان شول .

کابل باختر دوږي شپږمه :
دهلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې  تيرماښام دځانمرګي بريد له امله ١٣ تنه شهيدان شول .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک باختراژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګرخپل چاوديدونکي توکي دهلمندولايت دناوې ولسوالۍ په دوه پله سيمه کې دافغان پوځيان دکاروان په وړاندې وچول
ده وويل  په دې پيښه کې اته تنه افغان پوځيان  او پنځه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
ده زياته کړه  چې په دې چاودنه کې ١٩ تنه نور پوځيان ټپيان شول چې دپيښې ټپيان دعلاج او درملنې لپاره روغتون ته وليږدول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته