امنیت

په افغانستان کې دحقاني د شبکې او دطالبانو د دوو تنو قوماندانانو نيول کېدل

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
په افغانستان کې د يولړ پوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو او د حقاني دشبکې دوه تنه قوماندانان ونيول شول.
په دغو قوماندانانو چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى؛ نن دکندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ او د خوست ښار په مربوطاتوکې د افغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول.
باختراژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړ چې د وسله والو طالبانو نيول شوى قوماندان دکندز په ولايت په ځينو برخو کې ددغې ډلې ديولړ بمي او ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو مسووليت په غاړه درلود.
دغه راز د حقاني د ډلې نيول شوى قوماندان د خوست ښار په ځينو سيمو کې دحقاني دشبکې دځينو تروريستي بريدونو مسووليت په  غاړه درلود.
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې په دغو قوماندانانو پورې اړوند شپږ
تنه افراد هم نيول شوي دي او دغه راز دجګړه مارانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې هم ترلاسه شوې دي.
له بلې خوا د ناټو د يوې خبرپاڼې له خپرولو سره، په بغلان  ولايت کې د دوو تنو وسله والو طالبانو د نيولو خبرورکړ.
دغه طالبان د افغان پوځيان او د ناټو دځواکونو په هغو عملياتو کې نيول شوي دي چې دطالبانو ديو قوماندان دنيولو لپاره د نوى بغلان په ولسوالۍ کې پيل شوي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته