امنیت

په سمنګانو کې د وسله والو طالبانو له خوا د تښتول شويو چلوونکو خلاصون

ايبک باختر دمرغومي دمياشتې ١نيټه : د سمنګانو په ولايت کې په ډبرو سکرو بارلاريو شپږ تنه چلوونکي نن د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد شول. د سمنګانو ولايت د دره صوف ولسوال عبدالیقين احمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه موټر چلوونکي له هغه وروسته آزاد شول چې وسله والوطالبانو له هر چلوونکي څخه له اوو زرو افغانيو څخه تر سلو زرو افغانيو پورې باج واخيست او هغوى يې خوشې کړل. احمدي زياته کړه چې وسله والو طالبانو د پنجشنبې د ورځې په سهار د کوز دره صوف ولسوالۍ په خوش دره سيمه کې په ډبرو سکرو بار لاريو شپږ تنه چلوونکي وتښتول او دوو موټرو ته يې اور واچاوه . د ده دڅرګندونو له مخې: وسله والو طالبانو د هر هغه موټر لپاره چې د دره صوف د ډبرو سکرو له کان څخه سکاره ليږدوي، په مياشت کې اووه زره افغانۍ ماليه وضع کړې ده او هغوى ته يې خبردارى ورکړی و: که چېرې هغوى ته ماليه ورنکړي، وسايطو ته يې اور اچوي. دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې وسله والو طالبانوله همدې سېمې څخه په ډبرو سکرو بار موټرو کابو ۶۰ تنه چلوونکي تښتولي وو او د پيسو د ترلاسه کولو په بدل کې يې هغوى آزاد کړل. د يادونې وړ ده چې د سمنګانو ولايت د بر دره صوف کان د دولت يوه ډيره ستره عايداتي سرچينه ده او د دولتي مسوولينو د څرګندونوله مخې ؛ دولت تېرکال له دغه کان څخه څه د پاسه درې ميليارده افغانۍ عايد ترلاسه کړى و. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته