امنیت

لوى درستيز :: دمزارشريف ښار لپاره پوځي پروګرام شتون نه لري .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دهېواد دوسله وال  پوځ  لوى درستيز  وايي چې په مزارشريف ښار کې دپوځي عملياتو لپاره کومه غونډه نه ده جوړه شوې .
دباختراژانس دخبرله مخې،  جنرال محمد شريف يفتلي  نن په يوه خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې اردو دخلکو دارادې  څرګندويه ده اوله هر راز سياسي تړلتيا  څخه بايد لرې وي او په سياسي شخړو کې دې ګوټې نه وهي .
جنرال يفتلي  دغه څرګندونې  دوال ستريت ژورنال ورځپاڼې   له خوا ديوه  مطلب  له خپريدو وروسته کړې دي چې ګڼې په مزارشريف ښار کې دروانو ستونزو دحل کولو لپاره يوه پوځي غونډه جوړه شوې وه .
ده دغه  خبر ردکړ او ټينګار يې وکړ چې دغه شان غونډه  نه  ده جوړه شوې .
جنرال محمد شريف يفتلي  په دې غونډه کې دملي اردو دکاري ظرفيت او وړتيا په باب معلومات ورکړل او ويې ويل  ملي اردو دتيرو کلونوپه پرتله  لوړه وړتيا پيداکړې ده او  موږ د ١٣٩٧ کال لپاره دهغې پرلا زياتې پياوړتيا لپاره تمرکز لرو .   ده زياته کړه   دهېواد وسله وال پوځ  دژمي په دريو مياشتو کې ستر پروګرامونه ترلاسه لاندې لرو چې له دې جملې څخه دهېواد  دجمهور رييس او دوسله وال  پوځ له اعلي سرقوماندانۍ سره ستر اقتصادي ستراتيژيکي  پروګرام  لرو .
  دکاسا پروژه داوسپنې پټلۍ او دتاپي پروژې دي چې بايد عملي شي .
  ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته