ټولنه

دشپږو پروژو کار پيل شو .

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې پرون دڅښاک داوبو دشپږو پروژو کار پيل شو .
دننګرهار ولايت  ددربابا  ولسوالۍ دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له خوا پرون دڅښاک داوبو دشپږو پروژو کار پيل شو .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت وياند اکبر  رستمي باختراژانس ته وويل په دغو پروژو کې دڅښاک داوبو برابرول  شامل دي او ددربابا ولسوالۍ په کورکو ، چورلالا ، تودې چينې  او نعمت په کليو کې تطبيقيږي  چې ددغه کار په بشپړيدو سره دڅه ناڅه يوزرو پنځه سوه کورنۍ  ستونزې به لرې شي .
ددغو پروژو لګښت ١٧ مليونه افغانۍ  اټکل شوى دى او کار يې په دريو مياشتو کې به بشپړ شي .  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته