سیاست

جمهور رئیس غني د اتریش له جمهور رئیس سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د دوه اویایمې ناستې په څنډه کې د اتریش له جمهور رئیس الکساندر فن دربیلن/ الکساندر واندر بیلن سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اتریش جمهور رئیس په دې خوښي وښوده چې امریکا متحده ایالتونو ته د جمهور رئیس غني د سفر په جریان کې یې له هغه سره د کتنې فرصت برابر شو. په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سولې، سیمه ییزې همکارۍ، ټرانزیټ او د سوداګرۍ د ودې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د اتریش د همکاریو مننه وکړه او همدارنګه یې د حرفوي زده کړو او د تجدید وړ انرژۍ په برخو کې د اتریش بریالیو تجربو ته په اشارې د اتریش له جمهور رئیس څخه له افغانستان سره د همکاریو غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل، د تجدید وړ انرژۍ د چاپیریال ساتنې لپاره ګټوره ده او افغانستان د دغه وړ انرژۍ د تولید کافي ظرفیت لري، چې د اتریش د همکاریو په پایله کې له دغه ظرفیت څخه لا ښه استفاده کېدلی شي.
د اتریش جمهور رئیس وویل، د اتریش حکومت او خلک تل د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ دي او زیاته یې کړه، اتریش د حرفوي زده کړو او تجدید وړ انرژۍ په برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي څرګنده کړه، د اتریش او افغانستان تخنیکي ټیمونه به په ګډه د حرفوي زده کړو او تجدید وړ انرژۍ په برخو کې د اتریش د تخنیکي همکاریو لپاره عملي پلان جوړ کړي.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته