خبرونهښوونه او روزنه

لوړو زده کړو موسسو کې د شموليت آزموينه راتلونکې مياشت کې اخيستل کېږي

کابل، د زمري١٢ مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت  د ١٤٠١ کال د کانکور آزموينو د اخيستلو د همغږۍ او سلا مشورو په مقصد د آزموينو له ملي ادارې سره غونډه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې موافقه شوې چې د ١٤٠١ کال د کانکور آزموينه دې د روان کال د وږي په مياشت کې واخيستل شي.

دغه راز د غونډې غړو د ١٤٠١ کال د  کانکور آزموينې له لارې د محصلینو د جذب لپاره  د دولتي تحصيلي بنسټونو د ظرفيت، د غير مجوز خصوصي تحصيلي بنسټونو له فارغانو د سويې د تثبيت آزموينې، د کانکور آزموينې د طرز العمل د تعديل او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د غونډې غړو موافقه وکړه، چې هغه خصوصي تحصيلي بنسټونه چې  تر اوسه پورې یې خپل اساسي کتابونه نه دي بشپړ کړي بايد  د ١٣٩٩ او ١٤٠٠ کلونو اساسي کتابونه د زمري تر ١٨ مي پورې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپاري له دې پرته  هغوى ته د١٤٠١ کال د کانکور آزموينې د اخيستلو اجازه  نه  ورکول کېږي.

دغه راز د دغه شان تحصيلي بنسټونو لېست به هم د لوړو زده کړو وزارت او د آزمويني د ملي ادارې پر وېب پاڼو خپور شي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا