سیاست

د هېواد پخواني جمهور رئيس حامدکرزى دمسکو دغونډې هرکلى وکړ

_کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٨ :
د باخترآژانس دخبرله مخې ؛ په  هغې اعلاميه کې  چې د حامدکرزي ددفتر له خوا خپره شوې  ويل شوي دي؛ د افغانستان پخوانى جمهور رئيس  حامدکرزي  دافغانستان دسولې دخبرو په باب  د مسکو  شپږ اړخيزه غوڼده  چې د روسيې فدراسيون په نوښت او د روسيې ، چين ، هندوستان ، ايران ، پاکستان او دافغانستان په  ګډون  جوړه شوي   هرکلى وکړ او هغه يې  دافغانستان  او سيمې په ګټه وبلله  او هيله يې  څرګنده کړه چې دسيمې  سترهېوادونه دعمل نوښت په لاس کې واخلي   او له سيمې څخه د بنسټپالنې دله منځه وړلو په لاره  کې جدي اقدامات ترسره کړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته