امنیت

طالبانو ته دحضرت سلطان په ساحه کې دسر سخت زيان واوښت .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
په کندز ولايت کې دافغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې  وسله والو طالبانو ډلې ته  دسردروندزيان اوښتى دى .
دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ  دباختراژانس خبريال ته وويل: دکندز ولايت دحضرت سلطان دايشانانو په کلي  په دې وروستيو  وختو کې دملي پوليسو، کوماندو تيره شپه دملي  اردو دخاصو قطعاتو په ګډون  دځمکې او هوا له لارې  دافغان امنيتي ځواکونو اوبهرنيو قوتونو ګډ عمليات ترسره شول .
داړوند خبرځاى دڅرګندونوله مخې  په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه مشهور  قوماندان ملا نسيم په ګډون١٥تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ تنه نور سخت ټپيان شول .
  دغه راز١٧تنه نور وسله وال طآلبان نيول شوي دي . جنګل باغ ددغو عملياتو هدف  د طالبانو ځپل وبلل  او ويې ويل چې دغه شان عمليات به په راتلونکي کې هم له پلان سره سم ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته