خبرونهټولنه

لوګر والي په دغه ولايت کې له يو شمېر سېلاو ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه

کابل، د زمري٢٣ مه، باختر
د لوګر والي مولوي عنايت الله شجاع پرون د دغه ولايت د څرڅ ولسوالۍ له سېلاو ځپلو سره وکتل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د لوګر والي له سوداګرو، مرستندويو موسسو او خيريه بنسټونو وغوښتل چې له سېلاو ځپلو سره مرسته وکړي.
هغه په لوګر کې وروستي سېلاونه بې ساري وبلل او له نړيوالې ټولنې او له بشر دوستانه بنسټونو څخه د لوګر ولايت سېلاو ځپلو ته د کورونو د جوړولو او مرستې غوښتنه وکړه.
د لوګر ولايت په څرخ، بره کي برک او محمدآغي ولسواليو او د پل علم په ښار کې سېلاونو د استوګنې يو شمېر کورونه او کرنيزې ځمکې وېجاړې کړي.
د لوګر والي له ٤٤ سېلاو ځپلو کورنيو سره چې کورونه يې په بشپړه توګه وېجاړ شوي وو نغدي مرسته وکړه.
د يو بل خبر له مخې: د نصرت المساکين خيريه بنسټ د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پر سلګونو سېلاو ځپلو کورنيو نغدي پيسې ووېشلې.
د نصرت المساکين د خيريه بنسټ مسوول مولوي نصرت الله نصرت د څرخ ولسوالۍ ته د خپل سفر هدف پر سېلاو ځپلو کورنيو د نغدو پيسو وېشل او د مصيبت ځپلو سيمو کتنه وبلله.
مولوي نصرت الله زياته کړه چې د دغه بنسټ له خوا پر هرې سېلاو ځپلې کورنۍ
٣ زره افغانۍ ووېشل شوې.
د يادونې وړ ده چې د دغو سېلاونو له امله څه د پاسه ١٠ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي او په زرګونو تنه نور بې کوره شوي او د جومات، دينې مدرسې، ښوونځيو، سړکونو، پلونو او پلګوټو په ګډون عام المنفعه ځايونه وېجاړ او د زرګونو جريبه ځمکې حاصلات له منځه يووړل شوي او د سيمې خلکو په لسګونو دوکانونه وېجاړ شوي دي. \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا