اقتصاد

د هندوستان مرسته شوي ۴۲۰۰ ټنه غنم قندهار ته ورسېدل

قندهار باختر د مرغومې د میاشتې ۵ مه
له افغانستان سره د ګاونډي هېواد هندوستان مرسته شوي ۴۲۰۰ ټنه غنم قندهار ولایت ته ورسېدل.
د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا د باختر اژانس له سيمه یيز خبريال سره په خبرو کې د چابهار بندر د افغانستان په اقتصاد او پرمختګ کې خورا ګټور وباله او زیاته يې کړه چې د دغه بندر د دوو نور پازونو په پرانیستلو سره به د هېواد اقتصادي اړيکې لا پياوړې شي.
هغه له دوست هېواد څخه هیله وکړه چې د افغانستان د ځوانانو د زده کړو په برخه کې د لازیاتو ښوونيز بورسونو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې په دغه ولایت کې د هندوستا ن هېواد سرکونسلر مدان سینګ بنډري د افغانستان سره د هندوستان د نورو مرستو ډاډ څرګند کړ اوزیاته يې کړه چې هېواد به يې تل د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
هغه وويل، چې هېواد يې د يوه ارام، سوله ييز او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی.
د یادونې وړ ده چې پاتې نور غنم به هم ډېر ژر د چابهار بندر له لارې قندهار ته راورسېږي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته