
کابل، د غوایي ١٦مه، باختر
په لوګر کې د واليبال فدراسیون له لوري د اختريز جام تر نوم لاندې د واليبال پیل شوې سیالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر انجنیر مزمل نعیم زي باختر آژانس ته وویل، چې دغه سیالۍ د اختر په شپو ورځو کې د مرکز پل علم ښار په جمنازيوم کې د ٨ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې پایلوبه کې د لوګر اتلانو لوبډلې کلنګار لوبډلې ته د ٣ پر ١ ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
نوموړي د یادو سیالیو موخه سپورټ ته وده، د لوبغاړو هڅونه او د غوره څېرو ټاکنه یاده کړه.
لمر