
کابل، د غوايي ۱۸مه، باختر
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د هېواد موسسې په مالي ملاتړ د ۱۴۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت د مېرمنو لپاره د رواني ناروغیو د درملنې دوه مرکزونه فعال شول.
د دغو مرکزونو د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس حافظ سعیدالرحمن قادري وویل، چې په دغه ولایت کې ډېر خلک په ځانګړې توګه مېرمنې په رواني ناروغیو اخته دي، چې د درملنې لپاره یې هڅې پیل کړې او اوس ورته دغه دوه مرکزونه فعال شوي دي.
قادري زیاته کړه، چې دغه مرکزونه مېرمنو ته ځانګړي شوي خو په کې د نارینه وو لپاره هم د عامه پوهاوي یوه برخه ځانګړې شوې ده.
په همدې حال کې د هېواد موسسې رییس ډاکټر احمدزي وویل، چې د دغه مرکزونو د جوړېدو څخه یې موخه خلکو ته خدمت او د رواني ناروغۍ د کچې کمول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغو مرکزونو باندې ۱۴۱ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د دغو مرکزونو له ډلې یو یې په نایب امین الله خان لوګري روغتون او بل هم د پُل علم ښار په هوني سفلی سیمه کې جوړ شوی دی.
لمر