امنیت

د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣
د ميدان وردګو په ولايت کې نن د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
د ميدان وردګو ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه په دايمير داد ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې يو تونس موټر له اتو تنو سپرليو سره يې له يوه کلي څخه بل کلي ته روان و چې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
خوږياڼي زياته کړه چې په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول.
ده زياته کړه چې د دغې پيښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي او د هغو د روغتيايي حالت په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته