ورزش

په نیمروز کې د فوټبال روزنیز پروګرام پیل شوی

-کابل / د وږي١٥ يمه / باختر:
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې چارواکي، په نیمروز کې د فوټبال د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.
د دغې کمېټې مطبوعاتي غړى مجیب قاري زاده  وویل، چې په دې  پروګرام کې روزونکو ته روزنه ورکول کېږي څو د پوهاوي کچه یې لوړه شي.
قاري زاده وويل په یاد پروګرام  کې ۲۰ روزونکو ګډون کړی.
د قاري زاده د څرګندونوله مخې دغه پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښوونکي محمد ظاهر حسني له لوري  د اوو ورځو لپاره پرمخ وړل کېږي.
د یاد پروګرام غوره روزنکي به د اسیا جام روزنیز پروګرام ته معرفي شي .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته