ټولنه

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست منسوبانو د بشري حقونو اود قانون ټینګښت ترعنوان لاندې څلور ورځني ښوونیز سیمینار له بشپړیدو ورسته خپل د فراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل باختر د ليندي شپاړسمه
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست منسوبانو د بشري حقونو اود قانون ټینګښت ترعنوان لاندې څلور ورځني ښوونیز سیمینار له بشپړیدو ورسته خپل د فراغت سندونه ترلاسه کړل.هغه غونډه چې په همدې موخه د پاسپورت په ریاست کې جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزارت د بشرد حقوقو او جندر رییسې سمونوال حکمت شاهي د بشري حقونو له خپلواک کمیسون څخه مننه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو په سیمینارونو او ورکشاپونو کې یې خپله پوره ونډه او همکاري ښودلې ده.د بشري حقونو او جندر رییسې د بشري حقونو څخه ملاتړ د هېواد د ټولو ملي پولیسو دنده وبلله او زیاته یې کړه چې د پاسپورت ټول مسوولین باید د خپلو شته تجربو او ښونیزو زده کړو په ترلاسه کولو سره خلکوته په نرمه لهجه، پاک لاس او پاک زړه سره د پاسپورتونو ویشنه ترسره کړي ترڅو د خلکو حقوق تر پښو لاندې نه شي.وروسته د پاسپورت رییس پاسوال سید احمد ناصر هاشمي او په کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمیسون ساحوي رییس شمس الله احمدزي د دغه سیمینار په ارزښت او نوښت خبرې وکړې او د پاسپورت په برخه کې یې دغه ښونیز سیمینار ډېر ارزښت مند وباله.په دغه څلور ورځینی ښوونیز سیمینار کې چې د افغانستان د بشري حقونو خپل واک کمیسون پیژندنې، د بشري حقونو نړیوالو اسنادو پیژندنې، دندې او د دندو مسولیتونو، د ماشومانو حقوق، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالو د مخنیوي، د زورزیاتي پروړاندې موضوعاتو، د قانون پلي کولو لپاره نړیوالو معیارونو، او اداري فساد د مخنیوي په موخه درسونو ورکول کیدل، د سندونو په ویشلو سره پای ته ورسید.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته