خبرونهټولنه

لوګر کې پر ۶۰۰ کورنیو مرستې ووېشل شوې

کابل، د سلواغې ۷، باختر
په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د لوګر په مرکز کې پر ٦۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
د افغاني سرې مياشتې وياند عرفان الله شرفزوی وايي چې په نننۍ مرسته کې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې پر ٦۰۰ اړمنو کورنیو مرسته ووېشل شوه.
په یاده مرسته کې ٦۰۰ د خوراکي توکو بستې شاملې دي، چې هره بسته یې ۶۲ کیلو وزن لري.
د اسلامي همکاریو سازمان استازولۍ ویلي چې یاده مرسته به د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د یوه کال په اوږدو کې ۴۷ زره ۴۰۰ کورنیو ته ووېشل شي.
سرچینې زیاته کړې چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لېټره غوړي او دوه کیلو خرما ووېشل شوه.
دا په داسې حال کې چې پرون هم په کابل کې یادې ټولنې پر ۴۵۰ اړمنو کورنیو مرسته وېشلې وه.
صديقي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا