امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دڅوارلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د غبرګولي اته  ويشتمه :
څوارلس  تنه وسله وال طالبان دافغانستان په ختيځ نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښتو کې ووژل شول .
دغه جګړې تيره شپه  او نن سهار دکامديش  او وايګل په ولسواليو کې هغه وخت ونښتې  چې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريدونه وکړل .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړو کې څوارلس تنه  وسله وال  طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل چې دغه جګړې تيره شپه او نن سهار دکامديش  او وايګل  په ولسواليو کې هغه وخت ونښتې  چې يرغلګرو  دپوځيانو دسپرلۍ  په کاروان بريدونه وکړل او ددغو پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل  کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته