امنیت

په تاجکستان کې افغاني بنديان افغانستان ته لېږدول کېږي

کابل/باختر/ د زمري ۶مه
د هېواد د بهرنيو چارو وزير پرون د مرکزي آسيا او جاپان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې ترڅنګ، د تاجکستان له جمهوررييس امام علي رحمان سره وکتل.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د تاجکستان له جمهوررييس امام علي ر حمان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مجرمينو د بېرته سپارلو د موافقه ليک د اجرا کولو او هېواد ته د افغان بنديانو د لېږدونې غوښتنه وکړه.
د تاجکستان جمهوررييس د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د دې غوښتنې په هرکلي سره، په دې برخه کې د تاجکستان دولت له خوا د لازمو اسانتياوو د برابرولو لارښوونه وکړه.
د تاجکستان د جمهوررييس له لارښوونې سره سم، ټاکل شوې ده د افغانستان ۸۰ تنه اتباع چې په تاجکستان کې بنديان دي؛ د محکمې له خوا د خپل برخلیک د ټاکنې د دوام لپاره نن هېواد ته ولېږدول شي.
ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته