ټولنه

دښځې نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر د کب شلمه :
دښځې نړيواله ورځ نن دبشر دحقوقو  دکميسيون په تالار کې  ديوې غوڼدې په ترڅ کې  ونمانځل شوه
دغه غونډه دراه ياب موسسې  اودبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون په اهتمام  جوړه شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دبشر دحقوقو  دخپلواک کميسيون کميشنر  احمد ضيا لنګروال  خبرې وکړې او ويې ويل چې په اوسنيو شرايطو کې  په ټولو برخو کې دهېواد دښځو لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي
دغه راز دلوى څارنوالى وياند جمشيد رسولي دهېواد په بېلابېلو اقتصادي سياسي اوفرهنګي  برخو کې دښځو درول په باب اوږدې خبرې وکړې .
ددغې غونډې بل وينا وال ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات وويل چې جمهور رييس دهېواد دښځو او ځوانانو تر څنګ ولاتړ دى او دهغوى ملاتړ کوي .
ددغې غونډې په پاى کې يوشمېر  معيوبوښځو ته ستاين ليکونه ورکړى شول .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته