امنیت

شپږويشت تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل – باختر دوږې دمياشتې ٨
دملي دفاع وزارت خبرځايونو  دهلمندولايت  دمارجې ولسوالۍ په  دوو سيمو کې  دشپږويشتو طالبانو دوژل کيدو خبرورکړ .
د ٢١٥ ميوندقول اردو يو خبرځاى   دباخترآژانس  خبريال ته ويل :
دايساف قوتونو دتوپونو د ډزو له امله چې پرون د مارجې ولسوالۍ  دعصمت بازار  اوقاسم بازار  په ساحو وشول شپږويشت تنه افغان طالبان  او دهغوي څلور تنه پاکستاني لارښوونکي  ووژل  شول.
طالبانو په دولتي ځواکونو ديو لړ بريدونو د ترسره کولو په خاطر  په مارجې کې
راټول شوي  وو ، چې  ورباندې بريد وشو.
په داسې حال کې په مارجې ولسوالۍ کې په  طالبانو بريد وشو چې هغوي  د يوې اوونۍ په بهيرکې په غزني او تګاب کې  د افغان اوبهرنيو ځواکونو په سنګرونو ډله ييز بريد  وکړ چې د سر زيات زيان  هغوي ته  واوښت .
په همدې  حال کې   د ٢١٥ ميوند قول اردو  دسوق او ادارې دمرکز چارواکي وايي  چې ددغې قول اردو دمنسوبينو دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې  چې دهلمند ولايت   دموسي قلعه اوسنګين په ولسواليو کې  ترسره شول  اووه ماينونه  اويوه اندازه پوځي تجهيزات  کشف اودطالبانو يو موټرسايکل ترلاسه شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته