(PS)خبرونه(PS)نړۍ

لیبیا کې مرګونی سېلاب؛ ۱۲۰۰۰ کسان مړه او زرګونه نادرکه دي

بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۲۵ مه، نړۍ

د افریقا له شمالي څنډې لیبیا څخه وروستي راپورونه وایي، چې په دغه هېواد کې د تېرې یکشنبې شپې د سېلابونو له امله تر دا مهاله شاوخوا ۱۲۰۰۰ کسان مړه شوي او تر شلو زرو ډېر نور لاهم نادرکه دي او د ژغورنې او جسدونو د راوېستلو عملیات لا هم روان دي.

لیبیا کې دغه مرګونې پېښه وروسته ترهغې رامنځته شوه، چې په درنا ښار کې د ډانیال په نوم ځواکمن مدیترانې طوفان د اوبو دوه بندونه مات کړل.

د معلوماتو له مخې؛ په درنا ښار کې نږدې سل زره کسان اوسېدل چې له پېښې ژوندي یې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

لیبیایي چارواکو ویلي، په ټول هېواد کې یې د وروستیو اورښتونو، طوفان او سېلابونو له امله یو میلیون کسان زیانمن شوي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو مرستندویو ادارو زیانمنو سره د مرستې لپاره وردانګلي خو د پېښې لویوالي ته په کتو د لا ډېرې مرستې غوښتنه شوې ده.

هاخوا په یو بل افریقایي هېواد مراکش کې هم وروستۍ زلزې زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل، چې مرستندویه ادارې یې د لاسنیوي لپاره ورغلي دي.

په دواړو هېوادونو لیبیا او مراکش کې وروستویو پېښو غه راز زرګونه کسان بې کوره کړي، چې دا مهال تر شنه اسمان لاندې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا