خبرونهفرهنګ

لیکوالان: اسلامي نظام د شهیدانو د وینو په ببه لاس ته راغلی او غواړو د خپل قلم په مټو یې ساتنه وکړو

کابل، د تلې ۱۳ مه، باختر

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې راټول شویو، یو شمېر لیکوالانو او شاعرانو وویل، چې اسلامي نظام د شهیدانو د وینو په بیه لاس ته راغلی او دوی غواړي، چې د قلم په مټو یې ساتنه او پالنه وکړي.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې، په دې غونډه کې لېکوالانو او شاعرانو په هېواد کې د یو شمېر رسنیو غیر مسوولانه نشراتو او تبلیغاتو ته هم اشاره وکړه او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې د دې رسنیو مخه ونیسي.

په دې غونډه کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمید الله نثار د هېواد په تېر شل کلن جهاد کې د لېکوالانو او شاعرانو کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د هېواد لېکوالانو او شاعرانو هم د مجاهدینو په څېر له امریکا او د هغوی له ملاتړو هېوادونو سره د قلم په مټو مبارزه کړې او د اسلامي امارت د بریا یوه لویه برخه د دوی د قلم له برکته رامنځته شوې ده.

نثار له لېکوالانو او شاعرانو وغوښتل، چې له دوی سره دې د غزني په نورو ولسواليو کې د ادبي او فرهنګی بهیرونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا