روغتیا

دولس ټنه بي کيفيته خوراکي توکي اوتير تاريخ درمل وسوځول شول.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٥ :

څه ناڅه دولس ټنه بي کيفيته اوتيرتاريخ خوراکي توکي اودرمل په فراه ولايت کې وسوځول شول.

دفراه ولايت دعامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې دغه توکي اودرمل په تيرو دريو مياشتو کې  ددوى دټيمونو دڅيړنې په نتيجه کې له پلورنځيو اودرملتونونو څخه ترلاسه شوي دي.

له بلې خوا ويل کيږي  چې ځينې پلورنځي اودرملتونونه ددغو بي کيفيته اوتيرتاريخ درملو اوتوکو دپلورنې په دليل جريمه شوي هم دي .

دفراه ولايت دعامې روغتيارييس ډاکتر غلام حضرت شايق باختراژانس ته وويل : هلې ځلې کوي چې دڅيړنو په زياتوالي سره  په خلکو دبي کيفيته اوتيرتاريخ درملو اوخوراکي توکو دپلورنې  مخه ونيسى .

ده دپلورنځيو او ددرملتونونو خاوندانو ته خبرداري ورکړ چې ددغه شان درملو اوخوراکي توکو دپلورنې په صورت کې به له قانوني چلندسره مخامخ شئ .

داپه داسې حال کې ده  چې تير تاريخ اوبي کيفيته درمل اوخوراکي توکي  دخلکو روغتيا ته زيانمن بلل شوى  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته