فرهنګ

داطﻻعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ديوشمير هنرمندانو ستونزې واوريدې

کابل باختر د ثور اتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د هنرستان رياست له يوشمير  هنرمندانو سره په کتنه کې ددوى ستونزې واوريدې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دهنرستان دانځور ګرى دبرخې هنرمندان په بيلابيلو برخو په تيره بيا دهنري اثارو دنندارې په خاطر ددايمي نندارتون او هنري کارپه اړوند دلازمو امکاناتو دنشتوالي په باب خپلې ستونزې بيان کړې .
دوى داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست څخه دنورو هنري برخو په تيره بيا دانځور ګرى هنر ته دپاملرنې غوښتنه وکړه .
  دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دهنر څانګه په هېواد کې يو مهم څانګه   وبلله زياته يې کړه چې له هنرمندانو څخه ملاتړ او هڅونه ددغه وزارت دنده ده اوپه پام کې  ده چې دهېواد دخپلواکۍ او استرداد دورځې دزمري دمياشتې په اته ويشتمه نيټه ددغه وزارت له خوا دهېواد يوشمير هنرمندان وستايل شي .
دغه راز ده هنرمندانو ته او ددوى دستونزو لرې کولو ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاملرنې ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته