امنیت

شل تنه وسله وال مخالفين دسولي له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر دسلواغي  دويمه

  دقوماندان په مشرۍ  يوه شل کسيزه ډله  وسله وال مخالفين نن په ننګرهار ولايت کې دسولي  له بهير سره يوځاى شول .

  دننګرهارولايت دملي امنيت يوخبرځاى دباختر اطلاعاتي اژانس  ته وويل :دغه کسان پخوا داچين ، روداتو او هسکي مينې په ولسواليو کې  په وسله والو فعاليتونوبوخت و .

 دننګرهار ولايت دسولي دشورا مسوول حاجي ملک دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې دننګرهار ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې ٣٤ تنه وسله وال کسان دسولي له بهير سره يوځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته