سیاست

د کورنیو چارو وزارت نوماند اوسرپرست وزیر د کانادا هیواد د دفاع وزیرسره وکتل.

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
د کورنیو چارووزارت نوماند اوسرپرست وزیر د کانادا هیواد د دفاع وزیرسره د خپل کارپه دفترکی وکتل.
په دې کتنه کی چی د کورنیو چارووزارت د پالیسی اوستراتیژی معین پاسوال جمال عبدالناصرصدیقی هم حاضرؤ، لومړی د کانادا هیواد د دفاع وزیر، کورنیو چارووزارت نوماند اوسرپرست وزیرته پدی حساسوشرایطوکی د نوموړي ټاکل کیدوله امله مبارکی وویله ، زیاته یی کړه چی کانادا به د نړیوالی ټولنی سره په همغږی کی د تاسود کاری پلانونوپوره ملاتړی وي.
وروسته د کورنیوچارووزارت نوماند اوسرپرست وزیر محمدعمرداوود زی د کانادا هیواد دفاع وزیرته ښه  راغلاست و وایه او د هېواد په امنیتي حالاتو یې رڼا واچوله زیاته یې کړه چی د کاناډا هیواد سره په تیرودولسوکلونوکی ډاډمن اونه شلیدونکي اړیکی رامنځته شوي چی د دواړولورو لپاره خورامهم اوارزښت من دی.
د کورنیو چارووزارت نومانداوسرپرست وزیروویل: د کانادا هیواد ، د افغان امنیتی ځواکونواوپه تیره بیا د ملی پولیسو په روزلواود یادوځواکونو د ظرفیتونوپه لوړوالي کی د پام مرستی کړي چی مونږلپاره دقدروړدی.   
وروسته د کانادا هیواد دفاع وزیرپه خپلو خبرو کې د تېرو ۱۲ کلنو ترسره شوو مرستو ته په اشارۍ سره وویل، موږ به له افغانستان سره په خپلو ټولو کړو ژمنو ولاړ اود ملی پولیسود روزلواوپه برخه کی  د لا نورو مرستو د ترسره کولو په موخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته