سیاست

جمهوررئیس غني، د سولې په اړه چې هرګام اخېستل کېږي، د مشورې پر بنسټ به وي

کابل باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړکې پرون ماسپښین د افغانستان د اسلامي جمعیت د انسجام شورا سره وکتل. د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د سولې عالي شورا د فعالیتونو، نویو شرایطو ته په پام د مذاکره کوونکي پلاوي د جوړښت، د سولې مشورتي بورډ د ایجاد په موخه چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د استازو په مشوره جوړېږي او د مذاکراتو د پیلولو په صورت کې د بېلابېلو کمېټو د تشکیل په اړه بحث او خبرې وشوې. په دې کتنه کې سید اکرام الدین، غلام فاروق مجروح، رازمحمد دلیلي او انجنیر عبدالرحیم د افغانستان د اسلامي جمعیت د انسجام شورا په استازیتوب خبرې وکړې او د سولې له هڅو څخه د ملاتړ ترڅنګ یې د سولې د مشورتي بورډ د ایجاد په اړه د جمهوررئیس د اقدام هرکلی وکړ وې ویل، د سولې عالي شورا او فعالو سیاسي جریانونو له ظرفیتونو څخه دې استفاده وشي. دوی په دې پروسه کې د ټولو اړخونو پر ګډون د ټینګار ترڅنګ وویل، د سولې د مشورتي بورډ جوړښت باید پراخ وي. جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو له حضور څخه د مننې ترڅنګ وویل، حکومت د خلکو د اجماع پر بنسټ کار کوي او د سولې په اړه چې هر ګام اخیستل کېږي؛ د مشورې پر بنسټ به وي. جمهوررئیس ټینګار وکړ، د افغانستان له بېلابېلو اقشارو سره د مشورو لړۍ دوام لري او کله چې دا لړۍ منسجمه شوه؛ پایلې به یې ټولو سره شریکې شي.# پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته