سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه او د بېلابېلومسئلو په باب يې غور وکړ

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د جمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په پيل کې د وزيرانو شورا د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتوله امله چې د ١٣٩٣کال د غبرګولي د مياشتې په٢٤نيټه دشنبې په ورځ تر ښو امنيتي تدبيرونو لاندې د هېواد د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره شول؛ د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وويله او زياته يې کړه: دافغانستان دامنيتي ځواکونو سرښندنې يو ځل بيا د دې سبب شوې چې خلک دهېواد په  ګوټ ګوټ کې په ډاډه زړه او په خوندي فضا کې د رايو ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او خپلې رايې د نظر وړ نوماند په ګټه وکاروي.
د وزيرانو شورا غړو د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت د بېلابېلوکچه ترمنځ  همغږۍ او تفاهم  وستايل او د انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره يې ددغو ځواکونو هلې ځلې دستاينې وړ وبللې او هغه يې دهېواد امنيتي ځواکونو دمسلکي کيدو په لاره کې مهم ګام وباله .
له بلې خوا دکابينې غړو دهېواد دمطبوعاتو  دهر اړخيزو همکاريو او ددموکراسۍ دتمثيل او هم د انتخاباتو په ورځ د تروريستانو دبريدونو د شنډولو لپاره دخلکو  د بې سارې همغږۍاو پيوستون له امله قدرداني وکړه او دتفاهم هغه فضاچې د انتخاباتو په ورځ د رسنيو د مثبت رول، د امنيتي ځواکونو د سرښندنو او له دموکراتيکو بهيرونو څخه په استفادې سره د خلکو د راتلوونکي برخليک د ټاکنې لپاره د ملت د غوڅ تصميم له امله رامنځته شوى و، دانتخاباتو دبهير دبرياليتوب لپاره  مهم عوامل وبلل.
د وزيرانو شورا غړو په دې بهيرکې د هيواد د خلکو  پراخ ګډون د قدر و ړ وباله  او دهغو ملکي اوپوځي شهيدانو پاک روح ته چې د انتخاباتو په بهيرکې شهيدان شوي دي؛ دعا وکړه او هغوى ته يې دلوى  خداى  (ج)  له دربارڅخه دفردوس جنت ، پاتې کسانو ته يې دجميل صبر او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله وکړه .
دغه راز زموږ ديوولسو تنو هېوادوالو دلاسونو دګوتو غوڅيدل چې دافغانستان د دښنمنانو او پرديو دګوډاګيانو له خوا دهرات ولايت په رباط سنګي  ولسوالۍ کې ترسره شول؛ په کلکه وغندل او دکورنيو چارو وزارت  او دملي امنيت لوى رياست ته يې په ټينګارسره دنده وسپارله چې ددغه جنايت عاملين ډير ژر وپيژني او دقانون منګولو ته يې وسپاري .
په همدې ترتيب د وزيرانو شورا  دانتخاباتو له خپلواک  کميسيون او دانتخاباتي شکايتونو له کميسيون څخه وغوښتل چې دملت اعتماد او دهېواد دخلکو او امنيتي ځواکونو قربانيو ته په پاملرنې سره دې دخلکو پاکې رايې وساتي او دانتخاباتي شکايتونو او سرغړونو په باب له نافذو انتخاباتي اصولو او قواعدوسره سم  هر اړخيزې څيړنې وکړي او هم يې دجمهوري رياست له نوماندانو اودهغوى له ملاتړو او دافغانستان له ټول ملت څخه وغوښتل چې دانتخاباتو نتيجې په زغم سره وڅاري او دانتخاباتو د لارې پرسر له پرتو بهيرونو سره دې  ددموکراسۍ له اصولو سره سم او دهېواد دلوړو ګټو په پام کې نيولو سره چلند وکړي او پرې نږدي چې دهېواد دسولې او آرامۍ ددښمنانو کرغيړن او ناوړه پلانونه  زموږ له مظلومو خلکو څخه دعامه سوکالۍ او نيکمرغۍ سببونه  له منځه يو سي .
له  اجندا سره سم د ماليې او دبهرنيو چارو وزيرانو دجمهوري رياست، دجمهوريت روغتون او دپوهنې وزارت د سياينس اوتکنالوجۍ د مرکز د هغو کثيرالاستفاده پروژو او د هغو نورو پروژو د کارکوونکو پرعايداتو باندې د مالياتو دمعافيت غوښتنه  چې د چين  د ولسي جمهوريت په وړيا مرسته  جوړې شوې دي ؛ غونډې ته طرحه کړه .
د وزيرانو شورا د هغو ټولو پروژو پرعايداتو باندې د مالياتو معافيت چې د چين د ولسي جمهوريت په وړيا مرسته جوړې شوې دي؛ تصويب کړ.
وروسته دکرنې او اوبولګولو وزير دکرنې د تخمونو د ملي اتحاديې د غړو شرکتونو  د محصول  د کرنې د لسو زرو متريک ټنو غنمو پيرودنه  د واحدي منبع  د تدارکاتي چلند په ډول غونډې ته  طرحه کړه  او څرګنده يې کړه چې په هېواد کې دکرنې د ودې په مقصد دغه غنم په سلوکې په اويا تخفيف سره د هېوادپه کروند ګرو ويشل کيږي چې د وزيرانو شورا دتصويب وړ وګرځيده .
وروسته د ماليې وزير او د عدليې وزارت مسلکي معين اوسرپرست  د هغو نظامي منسوبينو د تقاعد د حقوقو زياتوالى چې د ريفورم له تطبيق مخکې تقاعد ته سوق کړاى شوي دي؛ غونډي ته طرحه کړل او زياته يې کړه چې د هېواد دمالي امکاناتوله مخې دغو منسوبينو ته په سلوکې څلويښت زياتوالى په پام کې نيول شوى دى.
د وزيرانو شورا د هغو نظامي منسوبينو د تقاعددحقوقو په سلوکې څلويښت زياتوالي چې د ريفورم له تطبيق مخکې تقاعد ته سوق کړاى شوي دي؛ تصويب کړ  او تطبيق يې د١٣٩٤ مالي کال  له پيل څخه  مرعي الاجرا وباله .
د وزيرانو شورا د غونډې دکار په دوام دافغانستان بانک لوى رييس د افغانستان بانک د قانون له صراحت سره د بانکي نظام د حالت  او کړنو رپوټ په مفصل ډول  غونډې ته بيان کړ او څرګنده يې کړه چې په دې وروستيو وختوکې په بانکي سيستمونو باندې څارنه زياته شوې ده او د هغې له مخې د بانکوالۍ  چارې د تيرو کلونو په تناسب په ښه حالت کې دي چې په هېوادکې دبانکوالۍ او دبانکي سيستم لپاره مثبت پيغام بلل کيږي .
دغونډې دکار په دوام د افغانستان دځمکې دخپلواکې ادارې لوى رييس د ولايتونو په هغو زيانمنو شويوکسانو چې په تيروکلونوکې دآمو او د کوکچې د سيندونو د اوبو دکچې د لوړيدو اوڅپانده کيدو له امله بيځايه شوي دي؛ د شاړو دولتي ځمکو د ويش طرزالعمل غونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانو شورا دغه طرزالعمل په اصولوکې تائيدکړ او د افغانستان د ځمکې خپلواکه اداره يې موظفه کړه چې دغه طرزالعمل  دې د عدليې، ماليې، انرژۍ او اوبو، د کليو د بيا جوړولو او پراختيا او د ښار جوړولو د چارو د وزارتونو، د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې او له پيښو سره د مبارزې د تيارى د ادارې په همکارۍ د غونډې له يادونې سره سم  تصحيح او بشپړ کړي.
ورپسې د وزيرانو شورا  د ملي امنيت سلاکار موظف کړ چې دمهاجرينو دراستنولو  د چارو، سرحدونو او قبايلو، عامې روغتيا او دکورنيو چارو د وزارتونوپه همکارۍ د هغو مهاجرينو د ځاى پرځاى کولو په اړوند چې د ډيورند دفرضي کرښې له  اخوا څخه بيځايه شوي دي؛ لازم تدبيرونه ونيسي او د نتيجې په باب دې  د جمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي.
دغونډې په پاى کې دغه درې مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول چې  د تائيد وړ وگرځيدل:
• د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت او د قرغزستان جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د دوه اړخيزو سلامشورو په باب د همکارۍ پروتوکول  .
• د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د ملګروملتو د تعليمې، علمي او فرهنګي سازمان (يونسکو) ترمنځ موافقه ليک.
• د نظامي او دبيا جوړولو دهمکاريو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت او دترکيې جمهوريت د حکومت ترمنځ  هيبه تفاهم ليک.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته