سیاست

داوروژنې ادارې دستونزودڅيړنې کميسيون غونډه وکړه

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه
د وزیرانو شورا د پریکړې پر بنسټ د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجينیر محمدخان په مشرۍ دکورنیو چارو وزارت د داوروژنېادارې د ستونزو دڅېړنې په اړه  جوړ شوي کمیسیون غونډه وکړه.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د کورنیو چارو، عدلیې او مالیې وزارتونو او د کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و، د کورنیو چارو وزارت د اطفایوي پېښو ته د رسېدو عمومي ریاست دغوښتنو او په دغه برخه کې د پرتو ستونزو په لارو چارو خبرې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت د پيښولوى رئیس مل پاسوال سید نظام الدین پاچا وویل: یاد ریاست د اور لګېدنې د مخنیوي لپاره په نوې ټکنالوژي سمبال وسایل نه لري، په شته وسایلو نشي کولی چې پر وخت د پېښو مخه ونیسي.
ده زیاته کړه: د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره د اړتیا وړ وسایلو د پېرلو او عامه پوهاوي لپاره باید بودجه په اختیار کې ورکړل شي، د غیر معیاري ودانیو د رغولو مخه ونیول شي او شته ودانیو ته اصول او قوانین وضع شي چې له مخې یې د اورلګېدنې د مخنیوي پر وخت کې اسانتیاوې را منځ ته کړي.
همدا راز د کورنیو چارو وزارت د پيښولوى رئيس او د کابل ښاروالۍ د ساختمانونو د کنترول رئیس وویل: د اوروژنې ریاست او کابل ښار والۍ داسې یوه طرحه چمتو کړې چې له مخې به یې د اور لګېدنو د مخنیوي، عامه پوهاوي او د جمهوررييس له هدایت سره سم به منډوي ګانې له ښار څخه وباسي، چې به دې سره به د اور لګېدنو له امله د زیانونو مخه ونیول شي.
د کمېسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمدخان وویل: په خواشینۍ سره چې په دې وروستیو کې زموږ یو شمېر هېوادوالو د اورلګېدلو له امله خپلې پانګې له لاسه ورکړي او ډیر تاوانونه یې وزغمل، دولت دې ته اړ دى چې د دغسې پېښو د مخنیوي لپاره لازم تدبیرونه ونیسي.
لومړي مرستیال وویل: د ښار جوړونې اواراضي وزارت، کابل ښار والۍ او د اوروژنې ادارې اړې دي چې د لوړپوړو ودانیو نیمګړتیاوې او د ودانیو د مالکینو د مکلفیتونو او د نویو ودانیو د معیاري کولو لپاره یوه روښانه او هراړخیزه تګلاره جوړه کړي تر څو په راتلونکې کې د دغسې پېښو مخه ونیول شي.
همدا راز لومړي مرسیتال د کورنیو چارو وزارت په مشرې او د مالیې اواقتصاد او داوروژنې ریاست په غړیتوب یوه کمیسیون ته دنده وسپارله چې د اوروژنې ریاست د اړتیا وړ وسایلو د پېرلو د څرنګوالي او د لا زیاتو مالي امکاناتو د تر لاسه کولو لپاره اصولي او قانوني لارې چارې ولټوي چې د تدارکاتي بهیر د ژر بشپړیدو لپاره لاره هواره کړي.پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته