کابل باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د اداري او منابعو معين ډاکتر نصيراحمدانديشه چې د يوه افغاني هيئت په مشرۍ د عراق پايتخت بغداد ته رسيدلى دى، پرون د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير ډاکتر ابراهيم الجعفري سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو ملتونو او د افغانستان او عراق د ورونو او دولتونو ترمنځ د ژورو تاريخي او فرهنګي اړيکو په باب خبرې وکړې.
وروسته دواړو لورو د افغان زيارت کوونکو د چارو د تنظيم د تفاهم ليک او دغه راز د هوايي چلند په برخه کې د تخنيکي همکارۍ دموافقه ليک دعملي کيدو او دسياسي او امنيتي همکاريو په باب خبرې وکړې.
د دغې کتنې په بهيرکې ډاکتر انديشه د عراق دپخواني جمهور رئيس او د سيمې د مخور شخصيت جلال طالباني د مړينې په نسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس او د اجرائيه رئيس د ډاډګيرنې پيغامونه د عراق دولت او ملت ته څرګند کړل.
پاى ع ذ
2 1 دقیقه لوستل