امنیت

دقيصار _ غورماچ لاره پرانستل شوه .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :
دقيصار _ غورماچ لاره  دپوځيانو دعملياتو  په بهير کې دترافيکو پرمخ بيا پرانستل شوه .
دغه لاره  له شپږ ومياشتو راپديخوا  دتروريستي ډلو  دپراخ شتون په نسبت  دترافيکو پرمخ  تړل شوې وه . او خلک  ددغې لارې  په تړل کيدو سره  له زياتو ستونزو سره  لاس او ګريوان و .
  دجمهوري رياست لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم چې  په فارياب ولايت کې  دتروريزم پرخلاف  جګړه رهبري کوي  نن  خبريالانو ته وويل  چې پوځيانو وکولى شول  دقيصار او غورماچ دولسواليو ترمنځ  لاره  له شپږومياشتو وروسته دترافيکو پرمخ پرانيزي .
جنرال دوستم وويل  چې دغه لاره  دپوځيانو دعملياتو او دتروريستي ډلو له شتون څخه  ددغو سيمو  دبشپړ پاکولو په بهير کې دترافيکو پرمخ بيا پرانستل شوې ده .
   جنرال دوستم  وويل  چې پوځيان به په بشپړه توګه  دقيصار  او المار  دولسواليو  له پاکولو وروسته  خپله پاملرنه  دغورماچ ولسوالۍ ته  واړوي .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال  پخوا ويلي و  چې  دتروريستي ډلو له شتون څخه دفارياب له پاکولو او  دملي امنيت شورا ته ددغو عملياتو درپوټ  له وړاندې کولو وروسته به  دکندز اوبدخشان  دپاکولو لپاره په کار لاس پورې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته