سیاست

دمشرانو جرګې په فوق العاده غونډه کې د انتخاباتو دقانون په طرحه کې وارد شوي تعديلونه تصويب شول.

کابلباخترد سرطان ٥
دسنا مجلس درئيس فضل هادي مسلميار په مشري د مشرانو جرګې په ننني فوق العاده غونډه کې دانتخاباتو دقانون په طرحه کې وارد شوي تعديلونه ددريم فصل له نولسمې مادې څخه داووم فصل تر٣١ مادې پورې تصويب شول دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دغه طرحه دهيواد د اساسي قانون د مادو له حکم سره سم دجمهور رئيس ، دملي شورا ، ولايتي شورا ګانو، د ولسواليو دشوراګانو ، د کليو دشوراګانودغړو اودښارواليو اود هغو دمجلسونو دغړو د انتخاباتو په مقصدوضع شوې ده .
دانتخاباتو د قانون په طرحه کې تعديلونه چې دتقنيني ،عدلي اوقضايي کميسيون اود نورو کميسيونونو په غونډو کې تر تدقيق اومطالعې لاندې نيول شوي وو ، نن د سناتورانوغلام محي الدين منصف، حافظ عبدالقيوم اود محمد حسن هوتک له خوا غونډې ته وړاندې شول او له ١٩ مادې څخه تر ٣١ مادې پورې چې له ځينو نويو تعديلاتو سره جوختې وې  دغړو له خوا ديو لړنظريو له وړاندې کيدو وروسته درايو په اکثريت تصويب شول .
ددغه قانون په نويوتعديلاتو کې ،مشرانو جرګې په ولسي جرګه کې يوه څوکۍ هندوانو اوسکانو ته اختصاص کړه چې ددغو څوکيو شمير دوه سوه پنځوسو ته رسيږي او ددغې طرحې دديرشمې مادې په دويمه فقره کې په هره ولايتي شورا کې څلورمه برخه څوکۍ ښځينه کانديدانو ته  اختصاص کړاي شوې.
دغه راز په څو انتخاباتي حوزو کې دکوچيانو درايو ورکولو موضوع چې دغونډې له تودو خبرو څخه وه ،درايو په اکثريت دکوچيانو درايو ورکولو لپاره داوو زونونو جوړول په پام کې ونيول شول چې د هيواد دټولو ولايتونودکوچيانوعادلانه مشارکت تا مين شي اوهم په ٢١ ماده کې (نااستوګن وګړي ) دکوچيانو له رديف څخه حذف شول
دانتخاباتو دقانون طرحه چې په مجموعي ډول ١٦ فصلونه او ٧٩ مادې لري دمشرانو جرګې په دوو عمومي غونډو کې داووم فصل تر٣١ مادې پورې تصويب شوه اوټاکل شوې ده چې د هغې دپاتې مادو په باب په راتلوونکو غوندو، کې کار وشي .
دغه راز په ننني غونډه کې د جمهور رئيس د معاش اودلګښتونو دتنظيم قانون غونډې ته معرفي شو اودزيات تدقيق اومطاالعې په مقصد اړونده کميسيون ته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته