نړۍ

دپاکستان داردو په اډې دځانمرګي بريد له امله دوژل شويو کسانو شمير ١١ تنو ته ورسيد .

اسلام اباد باختر د سلواغې  پنځلسمه :
دپاکستان داردو دعامه اړيکو دفتر تيره شپه  په يوه وينا کې  اعلام وکړ چې دخيبر پښتونخوا ايالت په  سوات ښار کې په يوه پوځي اډې دځانمرګي بريد له امله  دسردزيان  شمير ١١ تنو ته لوړ شوى دى .
دايرنا دخبرله مخې ، دپاکستان داردو  عامه اړيکو اعلام وکړ چې دخيبر پښتونخوا ايالت  په  سوات ښار کې  دشنبې په ماښام  دځانمرګي بريد له امله  دوژل شويو کسانو  شمير يوولسو تنو ته او دټپيانو شمير ديارلسو تنو ته  لوړ شو .   دغه تروريستي بريد  دشنبې په ماښام ديوه ځانمرګي بريدګر له خوا  د سوات ښار په  کبل سيمه کې  ترسره شو .
په دې ځانمرګي بريد کې بريدګر په يوه پوځي قطعه کې په ورزشي سالون بريد وکړ او خپل چاوديدونکي توکي يې  دهغو سرتيرو ترمنځ  وچاوه چې دلوبې په حال کې و .
  ددغې پيښې په وژل شويو کسانو او ټپيانو کې  څو تنه جګپوړي افسران هم  ترسترګو کيږي .
  تراوسه پورې ددغې چاودنې مسووليت چاپرغاړه نه دى اخستى .
دپاکستان صدراعظم شاهد خاقان  عباسي په يوه وينا کې  ددغې تروريستي اقدام په غندلو سره دوژل شويو کسانو پاتې کسانو او دکورنيو غړو ته  د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړ .
  دپيښور ښار  دخيبر پښتونخوا ايالت مرکز دى او سوات مالاکنډ ، بردير، کوز دير ، چترال او فاتا ددغه ايالت  اړوندې سيمې دي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته