امنیت

د نيمروز ولايت د دولتي اداروکارکوونکي د نشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې همکاري کوي

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د نيمروز ولايت د دولتي ادارو رييسان دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په کارکې ددغه ولايت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د رياست له کارکوونکوسره همکاري کوي.
د نيمروز ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې رييس همايون اميني نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت د حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، عامې روغتيا او د کرنې او اوبو لګولو رييسان ، مستوفي، څارنوال، امنيه قوماندان او ورزشي آمر د يو کميسيون په چوکاټ کې تنظيم شوي دي او په دغه ولايت کې دنشه يي توکو دکرکيلې، قاچاقو او کارولو پرخلاف مبارزه کې له دغې ادارې سره همکاري کوي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د دغو ادارو مسوولينو ژمنه وکړه چې د روږدوکسانوپه پيژنده او د نيمروز ولايت په کچه د هغوى د درملنې په خاطر به هر اړخيزه همکاري وکړي او دغه راز د خپلو فعاليتونو رپوټ به په اوونيز او مياشتني ډول ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې ادارې ته وړاندې کړي.
د اميني دڅرګندونو له مخې: د همکارو ادارو مسوولينو د نشه يي توکو په زيانونو د خلکو او په تېره بيا د ځوانانو په پوهاوي باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته