
کابل، د وږي ۲۷مه، باختر
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیعالله روحاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونه سرمنشي له ځانګړي استازي او د یوناما دفتر سیاسي چارو مرستیال مارکس پوتزل او په شمال ختیځ زون کې د یوناما دفتر مشر بوجیدار دیمیتروف او یو شمېر همکارانو سره وکتل.
د دغه کتنې پیل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور د ملګرو ملتونو او یوناما دفتر مشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: « د یوناما دفتر څخه هیله دا ده چې د ځوانانو په برخه کې داسې برنامې ترسره کړي ترڅو وکولای شو دې برخه ته تر بل هر وخت پورې مو د پام وړ خدمت کړی وي.»
ورته مهال مارکس پوتزل د دغه ناستې ترسره کولو له امله د خوښي ترڅنګ وویل، چې په هېواد کې اوسنی نظام واقعیت دی او تر اوسه پورې ښې لاسته راوړنې هم لري.
هغه وویل: (اوسمهال په هېواد کې امنیت په کامله توګه ډاډمن دی او زه په خپله څو ولایتونو ته تللی یم او هېڅ راز ستونزو سره نه یم مخ شوی.)
پوتزل ژمنه وکړه، د دغه ولایت د ځوانانو د ښوونیز دفتر د تجهیز کولو په برخه کې به له اړوند ارګانونو سره خبرې وکړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیعالله روحاني وویل، چې هېڅ کله د ښځینه د زده کړو مخالف نه یو بلکې د شریعت سره سم ژمن یو چې د حل لارې په پیدا کولو سره نجونو ته د زده کړو چاپېریال برابر کړو.
هغه زیاته کړه چې همداوس هم په هېواد کې نجونې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځیو ته ځي او د ښځینه استادانو لخوا ورته درس ورکول کېږي.
نوموړي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي څخه وغوښتل، چې اوسمهال د پراختیايي پروژو په پلي کولو ته ښه زمینه برابره ده او باید دې برخه کې همکاري وکړي.