(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

مارکس پوتزل بغلان کې د نشه يي توکو په لمنځه وړلو کې د ځايي مسولینو له هڅو ملاتړ وکړ

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر

د  یوناما دفتر سیاسي چارو مرستیال مارکوس پوتزل بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي سره په لیدنه کې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او کارونې په برخه کې د ځايي مسوولینو له هڅو ملاتړ وکړ.

د بغلان د والي ویاند ملا علم مجیدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یوناما دفتر سیاسي چارو مرستیال د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره په لیدنه کې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او کارونې په برخه کې د ولایتي مسوولینو هڅې د پام وړ وبللې او له رامنځته شوي امنیت څخه یې خوښي څرګنده کړه.

مجیدي زیاته کړه چې پوتزل د بشري مرستو پر زیاتوالي هم د بغلان له والي سره د وینا پر مهال وویل، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت به په افغانستان کې د اړمنو کورنیو د لاسنیوي په موخه خپلو بشري مرستو ته د شرایطو په پام کې نیولو سره دوام ورکړي.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني، د یوناما دفتر سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم سره سم یې د نشه يي توکو پرضد مبارزې ته دوام ورکړی چې له امله یې په بغلان ولایت کې د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې ده.

حقاني زیاته کړه، چې د امنیت خوندیتوب د اسلامي امارت کاري لومړیتوب دی خو غوښتنه یې وکړه، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت باید په بغلان کې له اړمنو کورنیو سره د خپلو بشري مرستو  بهیر ګړندی کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا