کابل باختر د مرغومي دويمه :
ايمل مرجان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت د معلوماتي تکنالوژى د معين په توګه نن ددغه وزارت کارکوونکو ته وروپيژندل شو.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: په هغو مراسموکې چې له همدې امله د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى په وزارت کې پرځاى شوي و؛ د ماليې او د مخابراتواو معلوماتي تکنالوژى د وزارتونو معينانو او په ملي شوراکې د خلکو ځينو استازو ګډون کړى و؛ دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژى وزير انجنير اميرزي سنګين دمعلوماتي تکنالوژى د ارزښت په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دغه برخه په نړۍ او په تېره بيا په افغانستان کې د حيرانوونکو پرمختګونو سبب شوې ده .
انجنير سنګين وويل: ايمل مرجان ددغه وزارت يو ژمن، هڅاند او صادق کارکوونکى و چې په دې برخه کې يې زيات فعاليتونه کړي دي.
دهمدې اصل له مخې: زماپه وړانديز او د جمهوري رياست په منظورى ايمل مرجان ددغه وزارت دمعلوماتي تکنالوژى دمعين په توګه وټاکل شو.
اميرزي سنګين زياته کړه: معلوماتي تکنالوژى د ښې حکومتوالى په کارکې خپل مديريت ثابت کړى دى. لکه څنګه چې د دولت په سلوکې څه دپاسه ديرش عوايدله دې لارې ترلاسه کيږي او موږ به هڅه اوهاند وکړو چې دغه تکنالوژى لا زياته پراخه کړو.
دغه راز په دې غونډه کې د سرحدونو اوقبايلو دچارو وزير ډاکترمحمد اکرم خپلواک هم خبرې وکړې .
ايمل مرجان ژمنه وکړه چې په دې لاره کې له پخوا زياتې هلې ځلې کوي.
1 1 دقیقه لوستل