سیاست

د ناروې شاهي هېواد لومړۍ وزیرې د پيغام له لارې د جمهورريیس غني د بیا انتخابېدو مبارکي ویلې ده

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني ته د جمهورريیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د ناروې شاهي هېواد د لومړۍ وزیرې ارنا سولبرګ له لوري د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی. د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د ناروې لومړۍ وزیرې په دغه پیغام کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس په توګه د محمد اشرف غني په بیا انتخابېدو خپل د مبارکۍ مراتب څرګند کړي دي. هغې لیکلي دي: له فرصت څخه په استفادې تاسو ته ډاډ درکوم چې ناروې افغانانو ته د سولې او ثبات راوستو هڅو په برخه کې خپل ملاتړ ته ژمنه ده. د ناروې لومړۍ وزیرې د دې ترڅنګ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار کړی، لیکلي دي: هیله لرم افغان سیاستوال په اتفاق له یو بل سره د سولې تامین لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي. # پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته