امنیت

په تخار کې ٣٢ تنه طالبان وژل شوي او ټپي شوي دي .

کابل باختر د وږي  دويمه :
له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې پرون دتخار په ولايت کې  يوولس وسله وال طالبان ووژل شول او نور يو ويشت تنه يې ټپيان شول .
دتخار ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند عبدالخليل  اسير دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو يوې ډلې دهغه ولايت دخواجه غار ولسوالۍ  دپل مومن په سيمه کې دسيمه ئيزو پوليسو  پر يوه پوسته باندې بريد وکړ او ددغې پوستې  له ځواکونوسره يې جګړه پيل کړه چې په پايله کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نور يو ويشت تنه ټپيان شول .
اسير زياته کړه دغه نښته چې څو ساعته روانه وه طالبان ددويم ځل لپاره له سيمې څخه په شاوتمبول شول .
ده وويل په دې پيښه کې  دسيمه ئيزو پوليسو يو سرتيري  شهيد اويوبل سرتيري ټپي شو.
تخار ولايت دهيواد په شمال کې په نسبي توګه  يو ارام ولايت دى  خو امنيتي مقامات په دې وروستيو کې  په هغه ولايت کې دوسله والو طالبانو شتون او فعاليت زيات انديښمن  کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته