سیاست

جمهو رئیس غني ترکمنستان ته له رسمي سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني چې په یو ورځني رسمي سفر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پلازمېنې عشق اباد ته تللی وو، تېره شپه بېرته هېواد ته راستون شو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني پرون ماسپښین هېواد ته له راستنېدو دمخه پلازمېنه عشق اباد کې  د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف په ملتیا د اسونو د روزنې له ځایه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پرمهال مسوولینو جمهور رئیس ته د اسونو د بېلابېلو ډولونو په اړه معلومات ورکړل او اس سپرو د افغانستان بیرغ هم رپاوه او له ځانونو سره یې لېږداوه.
مازدیګر مهال جمهور رئیس او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي د زلزلې د قربانیانو څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده او بیا یې د موزیم بېلابېلې برخې، لرغوني توکي، انځورونه او تابلوګانې ننداره کړې.
جمهور رئیس غني او ورسره پلاوي پرون ماښام د ده په ویاړ د ترکمنستان د جمهور رئیس له لوري په جوړه شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ.
د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف جمهور رئیس غني او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یاد هېواد د قدامات او له افغانستان سره د تاریخي مشترکاتو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، ترکمنستان او افغانستان تاریخي، ادبي او کلتوري مشترکات لري.
ښاغلي محمدوف وویل، موږ له افغانستان سره ښه مناسبات او اقتصادي همکارۍ لرو چې د اورګاډي کرښه به تاجکستان ته وغځو او له هغه ځایه به یې نورو هېوادونو سره وصل کړو.
نوموړي وویل، موږ د سیمې د هېوادونو لپاره د غازو او برېښنا د صادراتو لوی طرحې او پروژې لروچې پر خپل ټاکلي وخت به یې ترسره کړو او غواړو چې افغانستان په دې ټولو طرحو کې فعال حضور ولري. هغه زیاته کړه، موږ غواړو د ترکمنستان او افغانستان د دوستۍ سرحد پیاوړی کړو د سرحد دواړو غاړو خلکو ته کار او اسانتیاوې زیاتې کړو.
قربانقلي بردي محمدوف وویل، افغانستان به یوازې د انرژۍ او غازو واردونکی نه، بلکې تولیدونکی هم  وي چې موږ په نننۍ کتنه کې ورباندې تفصیلي بحث وکړ.
د ترکمنستان جمهور رئیس د دواړو هېوادونو د استازو تر منځ د همکاریو لاسلیک شویو توافقنامو ته په اشارې وویل، دا اسناد به ژر اجرا او عملي شي. همدارنګه به په علمي او فرهنګي برخو کې هم همکارۍ زیاتې کړو او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره به متخصص کدرونه ورزو.
قربانقلي بردي محمدوف څرګنده کړه چې هېواد به یې د روغتونونو او سوداګریزو مرکزونو د ایجاد په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي او په مزار شریف ښار کې به سوداګریز مرکز پرانیزو. هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه به میلیاردونو ډالرو ته لوړه کړو.
نوموړي وویل، په ترکمنستان کې ترسره کېدونکو اسیایي رزمي لوبو او سیالیو کې افغان لوبغاړو ته د ګډون بلنه ورکوو چې په دې سیاليو کې د افغانستان بیرغ رپاند کړي او ښې لاسته راوړنې ولري.
قربانقلي بردي محمدوف د جمهور رئیس غني سفر ته په اشارې وویل، دغه سفر او مذاکرات د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کوي او د دواړو هېوادونو لپاره ګټور ثابتېږي.
جمهور رئیس غني د مېلمستیا ګډونوالو ته د وینا پرمهال چې په ترکمنستان کې مېشت یو شمېر بهرنیو سفیرانو او ډيپلوماتانو هم په کې حضور درلود د ترکمنستان جمهور رئیس، دولت او خلکو څخه د تود هرکلي او ښې مېلمه پالنې له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس  د افغانستان موقعیت او تاریخي رول ته په اشارې وویل، موږ ته تېر ځکه مهم دی چې د راتلونکي اساس جوړوي او موږ د همکارۍ درې زره کلن تاریخ لروچې د نولسمې او شلمې پېړۍ په پای کې د بین المللي پېښو او تحولاتو له امله یې تغیر وکړ او افغانستان حاشیې ته لاړ.
د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان او ترکمنستان به د ورېښمو نوې لار او د سیمې څلور لاره وي. هغه زیاته کړه، زما لیدلوری دادی چې د ټاپي پروژه کې شوي اقدامات سرتاسري شي، ځکه ټاپي یوازې یوه پروژه نه، بلکې مواصلاتي دهلېز دی.
هغه زیاته کړه، افغانستان د اسیا د زړه په توګه د ارتباط نقطه ده او له جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف څخه مننه چې د متقابل درناوي او مشترکو ګټو په اساس او سیمې ته د ورپېښو خطرونو د دفعه کولو په موخه اقتصادي او فرهنګي همکارۍ مطرح کوي.
جمهور رئیس وویل، د اتامراد – اقینه اورګاډي کرښې له لارې به قرغزستان، تاجکستان او چین سره وصل شي او دغه وړ اقدامات په سیمه کې د اقتصادي همکاریو زمینې او اسانتیاوې برابروي او امید دی چې دا پروژه به اسیا بدله کړي.
جمهور رئیس غني وویل، موږ د ورېښمو لاره بیا احیا او همدارنګه د افغانستان او ترکمنستان ګډ سرحد د وچو بندرونو او سوداګریزو مرکزونو په جوړولو سره د همکارۍ په سرحد بدلوو.
محمد اشرف غني وویل، ترکمنستان په سیمه کې د برېښنا او انرژۍ لوی تولیدونکی دی او زموږ موخه داده چې دغه انرژي د تاسیساتو د جوړولو په موخه لومړی افغانستان او بیا له هغه ځایه پاکستان او هند ته ولېږدو.
جمهور رئیس وویل، افغانستان او ترکمنستان په تېرو دوه نیمو کالو کې طرحې له خبرو او کاغذ څخه په عمل بدلې کړي او اتامراد- اقینه د اورګاډي کرښه لومړنۍ پروژه ده چې په لږ وخت کې عملي شوه.
جمهور رئیس غني د ترکمنستان جمهور رئیس او خلکو ته د یاد هېواد د بې طرفه مثبت سیاست چې له ټولو هېوادونو سره یې د ښه ګاونډیتوب زمینه برابره کړې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او افغانستان په سوداګریزو شریکانو بدل شوي دي.
د هېواد جمهور رئیس د ترکمنستان جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه، چې د دوی په هڅو اسیايي لوبې په بین المللي لوبو بدلې شوي او ژمنه یې وکړه، چې پلازمېنه عشق اباد کې د اسیايي رزمي سیالیو د پرانیستې مراسمو کې به ګډون وکړي.
جمهور رئیس غني وویل، د افراطیت او تروریزم له خطرونو څخه د ځان ژغورنې لپاره سپورت د همکارۍ او همزیستۍ ژبه ده چې ټول ځوانان په کې ځانونه او خپل ښه راتلونکی  ویني.
جمهور رئیس وویل، ترکمنستان کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په اړه جوړېدونکي بین المللي کنفرانس به له پنځو څخه تر لسو کالو پورې د همکارۍ لیدلوری ایجاد کړي. هغه زیاته کړه، دغه همکارۍ زموږ خلک له فقر، محرومیت او انزوا څخه راوباسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته