سیاستخبرونهاقتصادTOP

 مالیې وزارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او د افغانستان بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، د لړم ۳مه، باختر

د مالیې وزارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او د افغانستان بانک مسئولینو نن د همکارۍ ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې خبري غونډه کې چې په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د مالیې سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري او د دغه وزارت د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سر‍پرست ډاکټر فقیر محمد زیار او د افغانستان بانک سر‍پرست عبدالقاهر (حاجي ادریس) ګډون لاره.

د غونډې په پیل کې، د مالیې سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري وویل چې ملي عواید هغه وخت په شفاف ډول راټولیدلی شي چې له فساد سره مبارزه وشي او عواید د سیستم له لارې راټول کړای شي.

بدري زیاته کړه چې مالیې وزارت له فساد سره د مبارزې او د عوایدو د راټولولو په برخه کې د شفافیت د رامنځته کولو لپاره برېښنايي سیستم فعال کړی او د لا پیاوړتیا لپاره یې د دغه وزارت هڅې دوام لري.

وروسته، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس ډاکټر فقیرمحمد زیار، د عوایدو په راټولولو کې د افغانستان بانک پر رول او ارزښت خبرې وکړې او د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره یې د افغانستان بانک د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، د افغانستان بانک د تادیاتو سیستم آمر اسدالله مشفق، دولتي ادارو او هېوادوالو ته د دغه بانک د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل چې د افغانستان بانک له یو شمېر وزارتونو او مستقلو ادارو سره د همکارۍ ګډ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او په پام کې لري چې له یو شمېر نورو وزارتونو او مستقلو ادارو سره هم ورته هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

باید وویل شي چې د دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ د ګډو هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو موخه، له فساد سره مبارزه، د عوایدو د راټولولو په بهیر کې د شفافیت رامنځته کول او په دغه بهیر کې د بې نظمیو او ګډوډیو مخنیوی دی.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا