(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

مالیې وزارت، د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول بهیر د تمدید خبر ورکړ

کابل، د وري ۱۶مه، باختر
مالیې وزارت، نن د روان کال تر پایه پورې د افغانستان لاس بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول بهیر د غځولو خبر ورکړی دی.
باختر آژانس ته د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په تائید، د افغانستان لاس د بې اسنادو (یوکیلي) موټرو د ثبت او محصول بهیر د شته کړنلارې پر بنسټ، د (۱۴۰۲) هـ.ل کال تر پایه پورې تمدید شو.
دغه بهیر د د روان کال د وري (حمل) له ۱۷مې څخه د هېواد په اووه زونونو (کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز او خوست/پکتیا) کې پيلېږي.
د مالیې وزارت په وینا، د یو کیلي موټرو د ثبت او محصول په شته کړنلاره کې د خلکو اقتصادي شرایط په پام کې نیول شوي او پر داسې لارو چارو فکر شوی، چې د بې اسنادو موټرو مالکین وکولای شي خپلو موټرو ته اسناد واخلي.
د بې اسنادو موټرو په محصول کې، له (۱۹۹۰) څخه تر (۲۰۰۰) ماډل موټرو ته ۶۰ سلنه تخفیف؛ له (۲۰۰۱) څخه تر (۲۰۰۹) ماډل موټرو ته ۵۰ سلنه تخفیف او له (۲۰۱۰) څخه تر (۲۰۱۲) ماډل موټرو ته ۲۵ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.
مالیې وزارت په ډاګه کړې چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بې اسنادو موټرو له ګرځېدو څخه د مخنیوي او ګمرک ته د دغو موټرو د تسلیمېدو په موخه له اړوندو ادارو څخه یو کمېسیون جوړ شوی، چي د یادې پروسې له پیل سره به چا ته اجازه ور نه کړي، چې بې اسناده موټر وګرځوي او مکلف دي چې قانوني سندونه ورته واخلي.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا