
کابل، د وري ۱۵مه، باختر
مالیې وزارت، د ماليه ورکوونکو خدمتونو رياست د نوي بانکي حساب د پرانیستل کېدو او د پخوانیو بانکي حسابونو د بندېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي دي: ټولو حقيقي او حقوقي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي چې د ماليې وزارت مقام د لزوم ديد له مخې، د عوايدو لوی رياست اړوند د لويو او منځنيو ماليه ورکوونکو رياستونه د “ماليه ورکوونکو د خدمتونو رياست” او په دري د “ریاست خدمات مالیه دهندگان” تر نامه لاندې د يوه رياست په چوکاټ کې مدغم او د کابل ښار محمود خان پله ته څېرمه د ملي بس تصدۍ په انګړ کې واقع او فعاليت کوي.
مالیې وزارت ویلي چې د تېرو کلونو په څېر دغه رياست تېر کال “د افغانستان بانک” کې پنځه جدا بانکي حسابونه درلودل چې ماليه ورکوونکو به خپل مالياتي مکلفيتونه همدې حسابونو ته تاديه کول.
دغه وزارت وايي چې د ۱۴۰۲ مالي کال په پيل کې، د چارو د پاشلتيا د مخنيوي په موخه، ټول پخواني بانکي حسابونه بند شوي او د ماليه ورکوونکو د خدمتونو رياست د ورځنیو عوايدو د راټولولو په موخه “د افغانستان بانک” کې (۳۰۰۰۲۰۸۱۲۰۰۱۰) نوی بانکي حساب پرانیستل شوی دی.
وهاج