ټولنه

په جوزجان کې دکرنې دڅو ادارو دودانۍ پرانستل .

کابل باختر د تلي  دويمه :
دجوزجان  دکرنې دڅو ادارو ودانۍ  پرون دکرنې اوبو لګولو او مالدارى دوزارت دمعين له خوا پرانستل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکرنې دادارې د رياست ودانى ، دجنګل باغ استنادي ديوال ، دلبنياتو دبسته بندى  کارخانې ، دقره قل  د رواجولو فارم او دنباتي ناروغيو او افاتو  دتشخيص لابراتوار په شبرغان ښار کې د هېواد  دکرنې اوبو لګولو او مالدارى  وزارت دمعين حشمت الله غفوري  له خوا پرانستل شول .
دغه پروژې ددغه وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ديوسلو ديرشو مليونو افغانيو په لګښت بشپړې شوي دي .
ديوبل خبرله مخې  په جوزجان کې داوبو لګولو ددريو کانالونو دجوړولو کار پرون پيل شو .
دجوزجان ولايت دکرنې دادارې رييس  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کانالونه  دشبرغان ښار  دقنجوغه ،  حسن اباد او جلال اباد په کليو کې دافغانستان لپاره دامريکا دخلکو له مرستو څخه ديو سلو اويا مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي ..
دکرنې اوبولګولو  او مالداري وزارت معين ددغې پروژې دکار دپرانستلو په غونډه کې  وويل چې ددغو پروژو په بشپړولو  سره به څلورزره هکتاره  کرنيزې ځمکې خړوبيږي .
ده دغه راز ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په زيانمن شويو مالدارانو دوچکالي له امله اويا ټنه واښه وويشل شي .
  ختم_  شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته