ټولنه

په ننګرهار کې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته

کابل باختر دثور نهمه:
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو  اړو کورنيو سره  مرسته وشوه .
   په دې پړا و کې  دکامې ولسوالۍ له شپږ سوه  اړو کورنيو سره  دخوراکي توکو  او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دمرستې   مستحق کسان  ديوې څيړنې په بهير کې  مشخص شوي و .
دغه  مرستې  دنړيوالو مرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوې وې  او دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو  درياست په واسطه  داړو کسانو په واک کې ورکړى شوې .     ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته