امنیت

په نيمروزکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٤
درې تنه وسله وال طالبان په نيمروز ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د ٢١٥ قول اردو د څلورمې ميشتې لوا درستيزوال ډګروال محمد ظريف بهسودوال دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات پرون د دلارام ولسوالۍ په کچ ستار سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو له خوا ترسره شوي و.
ده زياته کړه: په دې پيښه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
د بهسودوال د څرګندونو له مخې: په دغو عملياتو کې دملي اردو يو سرتيرى هم ټپي شوى دى .
د اردو دغه مقام زياته کړه چې طالبان په د دلارام ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په پوستو د بريدونو لپاره په سيمه کې راټول شوي وو چې د هغوى د بريدونو مخه ونيول شوه.
له بله پلوه؛ د پوليسو يوه افسره د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښارکې د وسله والو موټرسايکل سپرو په بريدکې ټپي شو.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول چې د نامه له ښودلو څخه يې ډډه وکړه؛ وويل چې دغه افسره سحر نوميده او کله چې له دندې څخه د زرنج ښار په دريمه ناحيه کې خپل کورته روانه وه؛ پرې بريد وشو .
خبرځاى زياته کړه: سحر د رزنج ښار روغتون ته ليږدول شوې او د هغې روغتيايي حالت اوس ښه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته