TOPورزش

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپيتان : هيله لرو په نړيوال جام کې ښه وځلېږو

کابل /د تلي ٢٨مه /باختر
د نړيوال جام په سياليوکې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لومړى لوبې ته لږ وخت پاتې دى، د ملي ټيم کپيتان هيله څرګنده کړه چې وکولاى شو په دغو سياليوکې ښې نتيجې ته ورسېږو.
د کرکټ شل اوريزې نړيوالې سيالۍ د ١٦ ټيمونو په ګډون د متحده عربئ اماراتو په کوربه توب دوام لري .
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم به خپله لومړنى لوبه د جمعې په ورځ ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ د ملي تيم ګپيتان محمدنبي عيسي خيل له خبريالانو سره په خبروکې وويل چې د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړي په دغو نړيوالوسياليو کې د ګډون لپاره بشپړ تيارى لري.
هغه هيله څرګنده کړه چې وکولاى شي په دې سياليوکې ښه وځلېږي.
د محمد نبي عيسي خيل د څرګندونوله مخې؛ د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړي له يوکال څخه راپديخوا د تمريونونو او له يو شمېر هېوادونوسره د تدارکاتي سياليو په ترسره کولو سره دغو نړيوالو سياليو کې د ځواکمن ګډون لپاره تيارى نيولې دى.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په شل اوريزو نړيوالو سياليو کې د هند ،پاکستان،او نوي زيلاند له ټيمونوسره په يوګروپ کې شامل دى.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته