امنیت

په هرات کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه.
د هرات ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: پنځه ماينونه چې د طالبانو له خوا په ملکي خلکو د بريد په مقصد د شينډنډ ولسوالۍ د قلعه (دختر زيرکو) په سيموکې ښخ کړى شوي و؛ د ظفر قول اردو د لومړۍ لوا د دريم کنډک د پرسونل له خوا کشف او شنډکړى شول.
دغه امنيتي مسوول وويل: د دغو ماينونو د ښخولو د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
تر اوسه پورې طالبانو د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت په غاړه نه دى اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته